تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس، میرویس خوګیانی او ولي وزیري د وزارت د مقام سلاکاران شامل وو، تخار ولایت ته سفر وکړ.
د سفر په ترڅ کې  دکرنې وزیر د ولایت له مرستیال والي او قاري قطب‌الدین دهنوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس سره وکتل. همدارنګه پلاوی د فرخار ولسوالۍ ته لاړ او د سیمه‌ییزو مشرانو او د کرنیزو خدماتو د مدیریت له کارکوونکو سره د لیدنې ترڅنګ د یادې ولسوالۍ د کرنیزو ستونزو او ننګونو د هوارولو ته رسېدنه وکړه.
د کرنې وزیر په خپلو خبرو کې تخار د هېواد له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چې د کرنې وزارت په دې ولایت کې ګڼې پروژې عملي کړي او پراخې هراړخیزې طرحې هم د کرنې د سکتور د ودې او پرمختګ لپاره په لاس کې لري.
همدارنګه، د تخار د کرنې رییس د وزیر او مل پلاوي حضور د دې ولایت د خلکو لپاره د ویاړ وړ وباله او د یوې مفصلې راپور په وړاندې کولو سره یې د ریاست لاسته راوړنې وړاندې کړې. نوموړي د ځینو وړاندیزونو تر څنګ، د اوبو د سرچینو د مدیریت، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ارزښت ځنځیر د پیاوړتیا، د معیاري سړو خونو او د پروسس مرکزونو د جوړولو په برخه کې د نورو پرمختیايي پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت