د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست په تالار کې سکټوري غونډه دایره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۱۸
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست په تالار کې سکټوري غونډه دایره شوه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د یو لړ اړوندو ادارو ترمنځ سکټوري غونډه دایره شوه.
په یاده غونډه کې د کلیو پراختیا ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست، د اقتصاد ریاست، او د کرنې ریاست اړوند آمریتونونو لکه د طبیعي سرچینو، د کرنیزو خدمتونو، او د څارویو د روغتیا آمریتونو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په ترح کې ګډونوالو خپلې نظریې وړاندې کړل. په بحث کې پر هغو مهمو موضوعاتو تمرکز وشو چې د ریاست په کچه لوړ لومړیتوب لري.
په غونډه کې د چک ډېمونو، آب‌ګردانونو، ذخیره بندونو جوړولو او اغېزو بحث وشو. همداراز، د اقتصاد ریاست استازي د یادو پروژو په اړه پر کانسپټ نوټونو هم رڼا واچوله.
د غونډې ګډونوالو یو بل سره نظرونه تایید کړل او غونډه د همغږۍ او تفاهم په فضا کې په ښه توګه پای ته ورسېده. 
ددې غونډې موخه د ادارو ترمنځ همغږي، د مشترکو کارونو پلان جوړونه، او د کرنیزو پروژو د تطبیق مؤثریت و.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۳
Background image

د کرنې وزارت مشرتابه کابل کې له ازبېکستاني پلاوي سره وکتل

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د دې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کابل کې د ازبېکستان د کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

افغانستان ته د ازبېکستان د کرنې د مرستیال وزیر سفر

۲۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر، ابدذکروف جمشید، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون له ویسوټسک سوداګریز بندر. . .

بازگشت