ننګرهار کې بڼوالو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۵
ننګرهار کې بڼوالو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د پچیراګام او بټي کوټ ولسوالیو د بوټو ساتني مدیریت کارکوونکو له خوا د یادو ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې بڼوالو او بزګرانو ته په بڼونو کې دناروغیو مخنیوي  لارو چارو اود بڼونو ښه مدیریت په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
 یادو بزګرانو ته دمنظم اوبو لګولو، سرې استعمال، ښاخه برۍ، هرزه وښو کنټرول، نرمکارۍ، کورني درملو جوړولو او د ناروغیو په وخت کې د کیمیاوي درملو د استعمال سپارښتنې ورته وشوي. همدارنګه د مېوو د ضایعاتو مخنیوي، دمېوې منظم راشکولو، درجه بندۍ، بازارموندنې او نورو اړونده برخو کې هم معلومات ورکړل شو، ترڅو بزګران پر ځان بسیا او له اقتصادي اړخه پیاوړي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت