پکتیا کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۴:۱۴
پکتیا کې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کنترول او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له امله د زیانمن شویو سیمو د کنترول او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې ترسره کړ. په دغه پروګرام کې د مرکز ګردیز ګڼ شمېر کروندګرو ګډون کړی و.
د پکتیا د کرنې ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زی د پرانیستونکې وینا پر مهال د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې اهمیت یاد کړ او د وزارت له راغلي پلاوي یې هرکلی وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د اجنډا مطابق د روزنیز پروګرام ټول موضوعات په تفصیل سره وړاندې کړل. ګډونوالو ته د اقلیمي بدلونونو د اغېزو، د زیانمنو سیمو د کنترول لارو چارو او د کرنیزو تطبیقي میتودونو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول.
ګډونوالو د پروګرام هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول پوهاوی پروګرامونه کولی شي د کرنیزو زیانونو د کمولو او د کروندګرو د عملي مهارتونو د لوړولو لامل شي.

در ولایت پکتیا برنامه آگاهی‌دهی و کنترول تأثیرات تغییرات اقلیمی برگزار شد
۱۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به هدف کنترول مناطق آسیب‌دیده از تغییرات اقلیمی و ارتقای سطح آگاهی عامه، یک سیمینار یک‌روزه را در مرکز ولایت پکتیا، شهر گردیز برگزار کرد. در این برنامه شمار زیادی از دهقانان مرکز گردیز شرکت کرده بودند.
عبدالله حلیم‌زی، آمر امور زراعتی ریاست زراعت پکتیا در سخنرانی افتتاحیه، بر اهمیت مبارزه در برابر تغییرات اقلیمی تأکید کرد و از هیئت وزارت استقبال نمود.
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری مطابق اجندا تمام موضوعات برنامه آموزشی را به‌صورت مفصل ارائه کرد. به اشتراک‌کنندگان در مورد تأثیرات تغییرات اقلیمی، راه‌های کنترول مناطق آسیب‌دیده و میتودهای عملی زراعتی معلومات مفصل داده شد.
شرکت‌کنندگان از این برنامه استقبال کردند و تأکید نمودند که چنین برنامه‌های آگاهی‌دهی می‌تواند سبب کاهش خسارات زراعتی و افزایش مهارت‌های عملی دهقانان گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۶
Background image

خوست کې د ګانګو تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ګانګو وینې بهېدونکې تبې  ناروغۍ د مخنیوي په موخه کمپاین په رسمي ډول پیل شو.
یاد کمپاین د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۲۳
Background image

کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه 

۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو کورنیو د شېدو راټولولو توکي ووېشل شول

۱۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه مؤسسې له لورې ۱۵۰ کورنیو ته د یو میلیون او ۱۲۲ زره افغانیو په لګښت د شېدو. . .

بازگشت