د هلمند مرکز لښکرګاه کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۹:۱۸
د هلمند مرکز لښکرګاه کې لسګونه بزګران وروزل شول

۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو د مخنیوي کمپاین په دوام د مرکز لښکرګاه بولان سیمې کروندګرو ته د جوارو د ناروغیو او افتونو د کنټرول په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.
کروندګرو ته د فنګسي ناروغیو لکه د پاڼو داغونو او خاکسترک د پېژندنې او مخنیوي لارې، د اقتصادي زیان رسوونکو افتونو لکه د تنې چینجي او کنې د کنټرول څرنګوالی، د کتاري کرنې ګټې، کرنیز تناوب، د هرزه ګیاوو پر وخت مخنیوی او د وقایوي درملو د کارونې سپارښتنې وشوې.
همداراز ټینګار وشو چې بزګران دې د حیواني سرو، کمپوست او شنو سرو څخه زیاته ګټه واخلي، د بې ځایه کیمیاوي سرو او درملو له استعمال ډډه وکړي، او د منظمې او څاڅکې اوبولګولو سیستمونه وکاروي.
کروندګرو د ورکړل شوو لارښوونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو کروندو کې به یې عملي کړي، چې تمه ده د حاصل د زیاتوالي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۲۵
Background image

د بلخ چهاربولک ولسوالی کې ۴۰ کاريګرو ته د کار اړین وسایل ووېشل شول

۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت د «اکټېډ» دفتر په مرسته، د یادې ولسوالی ۴۰ تنه کاريګرو ته چې د ویالو او کاریزونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲۳
Background image

میدان وردګو ولایت کې د ۲۰۰۰ مټریک ټنه سړې خونې له چارو څخه څارنه وشوه

۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سلاکار مستقم حمیدي، بصیراحمد رضواني او د پلان او برنامو عمومي مدیر محمدصابر ساحل د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

د خوست ولایت د کرنې ریاست ۳۳۶ قلمه اجناس او یو عراده موټر د لیلام له لارې وپلورل شول

۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د ټاکل شوي پلاوی په شتون کې د ۳۳۶ قلمه اجناسو او یو عراده موټر لیلام ترسره. . .

بازگشت