د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: سږکال د ننګرهار خرما بڼ حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۰:۱۴
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: سږکال د ننګرهار خرما بڼ حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

۸ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال د دغه ولایت د خرما بڼ حاصلات څه باندې ۲۰ ټنه اټکل شوي دي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې رییس انجنیر ندي الله نیازی وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې د خرما په حاصل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
ښاغلی نیازی وویل:«د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند فارم هډې سیمه کې دخرما بڼ چې په ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، د اټکل له مخې به یې سږني حاصلات څه باندې ۲۰ ټنه وي او لا هڅه کې یو چې هر کال یې حاصلات زیات شي.»
نوموړی د خرماوو د حاصلاتو د ډیر والي لامل د خرماوو په بڼ کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرماوو د نویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت تېره ورځ د خرما د حاصلاتو داوطلبۍ (مزایده) ترسره کړه، چې اوس یې عملا د پلور چارې پیل شوي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې ننګرهار د موسمي جوړښت له مخې د خرما د کښت لپاره مناسب دی او هڅه کوي، چې د خرما د کرکیلې لړۍ هغه ولسوالیو ته هم وغځوي چې خرما په کې ښه حاصل ورکوي.
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خرما یاد بڼ کلونه وړاندې د جلال اباد ښار په ختیځه څنډه کې په۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې په کې کینول شوي، چې سعودي عربستان افغانستان ته ورکړې وې.


شرکت زراعتی وادی ننگرهار: امسال حاصلات باغ خرمای ننگرهار به‌طور قابل ملاحظه افزایش یافته است
۸ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
مسئولان شرکت زراعتی وادی ننگرهار می‌گویند که امسال حاصلات باغ خرمای این ولایت بیش از ۲۰ تُن تخمین زده می‌شود.
انجینر ندی‌الله نیازی، رئیس تجارت و بازاریابی شرکت زراعتی وادی ننگرهار گفت که امسال در حاصلات خرما در این ولایت افزایش چشم‌گیری به‌وجود آمده است.
آقای نیازی افزود: «باغ خرمای شرکت زراعتی وادی ننگرهار که در منطقه هده در مساحت ۴۰ جریب زمین احداث شده است، طبق تخمین، حاصلات امسال آن بیش از ۲۰ تُن خواهد بود و ما تلاش داریم که هر سال میزان حاصلات افزایش یابد.»
وی دلیل افزایش حاصلات خرما را فراهم‌شدن امکانات زراعتی در این باغ و باردهی نهال‌های تازه کِشت‌شده خرما عنوان کرد.
شرکت زراعتی وادی ننگرهار دیروز داوطلبی (مزایده) فروش خرما را برگزار کرده است که اکنون به‌صورت عملی روند فروش آغاز شده است.
در همین حال، مسئولان ریاست زراعت ننگرهار می‌گویند که این ولایت از نظر ساختار اقلیمی برای کشت خرما مناسب است و تلاش می‌کنند روند کشت خرما را به آن ولسوالی‌هایی گسترش دهند که خرما در آن‌ها حاصلات خوبی می‌دهد.
باغ یادشده خرما سال‌ها پیش در شرق شهر جلال‌آباد در مساحت ۴۰ جریب زمین ایجاد شده و حدود ۲۷۰۰ اصله درخت خرما در آن غرس شده است که از سوی عربستان سعودی به افغانستان داده شده بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مالي او حسابي ریاست کارکوونکو سره ناسته وکړه

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر نن د دغه وزارت د مالي او حسابي ریاست له کارکوونکو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

کونړ ته د کرنې وزارت د پلان لوی رییس او مل پلاوي سفر

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره کونړ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ نوی رییس معرفي شو

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي محمد ولي محسن د نورستان د مرستیال والي مولوي فیصل مختار له لوري د یاد. . .

بازگشت