لغمان کې ۷۰ بزګرانو ته د شولو او جوارو  ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۲۷
لغمان کې ۷۰ بزګرانو ته د شولو او جوارو  ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مټ، ۷۰ تنو بزګرانو ته د شولو او جوارو ننداریزو کروندو د کرلو لپاره کیمیاوي سره، کرنیز وسایل او نغدې مرسته ووېشل شوه.
د دې پروګرام موخه د شولو او جوارو د حاصلاتو لوړول او بزګرانو ته د عملي زده‌کړې زمینه برابرول ده.
د مرستو د وېش لړۍ د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد او د کرنیزو چارو آمر انجینر بریالي همدرد لخوا پرانیستل شوه.
مولوي عبدالستار محمد وویل: «یادې ننداریزې کروندې به د نوې تکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو له لارې ترسره شي، څو د شولو او جوارو حاصلات زیات او د نورو بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړې زمینه برابره شي».
ښاغلي محمد بزګرانو ته د کتاري کرنې په اهمیت مسلکي خبرې وکړې او هغوی یې عصري کرنې ته وهڅول. هغه له بزګرانو وغوښتل، چې د ریاست د مسلکي ټیم په مشوره یاد توکي په کرونده کې وکاروي.
د یادې برنامې له مخې، د شولو ننداریزې کروندې هر بزګر ته ۲۱ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۱۴ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره، د هرزه ګیاوو د مخنیوي لپاره یو عدد «پوش ویډر» او د ځمکې د چمتووالي لپاره ۱۴۳۰ افغانۍ ورکړل شوې.
همدارنګه، د جوارو ننداریزې کروندې هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۳۰ کیلوګرامه توره سره او د ځمکې د چمتووالي لپاره ۱۳۲۰ افغانۍ نغدې مرسته ورکړل شوه.
باید وویل شي، چې ننداریزې کروندې هغه کرنیزې پروژې دي، چې د نوو تخنیکونو او اصلاح شوو موادو د ازمېښت او ښودنې لپاره کارېږي. دا پروګرامونه نه یوازې د حاصلاتو زیاتوالي ته زمینه برابروي، بلکې بزګرانو ته د نوو میتودونو عملي زده‌کړه هم وړاندې کوي.

در لغمان برای  ۷۰ تن از  دهاقین وسایل زراعتی توزیع شد
۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری لغمان و با استفاده از بودجه توسعه‌ای وزارت زراعت، به ۷۰ تن از دهاقین وسایل زراعتی، کودهای کیمیاوی و کمک نقدی برای کاشت مزارع نمایشی گندم و جواری توزیع شد.
هدف این برنامه افزایش تولیدات گندم و جواری و فراهم کردن زمینه آموزش عملی برای دهاقین است. مراسم توزیع کمک‌ها توسط مولوی عبدالستار محمد، رئیس زراعت لغمان، و انجینر بریالی همدرد، آمر امور زراعتی، افتتاح شد.
مولوی عبدالستار محمد گفت: «این مزارع نمایشی با استفاده از تکنولوژی نوین، بذرهای اصلاح‌شده و روش‌های استاندارد زراعتی ایجاد می‌شوند تا تولیدات گندم و ذرت افزایش یابد و زمینه آموزش عملی برای سایر دهاقین فراهم گردد.»
وی همچنین اهمیت کشت دسته‌ای (کتاری) را توضیح داد و دهاقین را تشویق کرد که با مشاوره تیم فنی ریاست، وسایل توزیع‌شده را در مزارع خود استفاده کنند.
براساس این برنامه، هر دهاقین در مزارع نمایشی گندم، ۲۱ کیلوگرم کود سفید، ۱۴ کیلوگرم کود سیاه، یک دستگاه «پوش ویدر» برای جلوگیری از علف‌های هرز و مبلغ ۱۴۳۰ افغانی برای آماده‌سازی زمین دریافت کردند.
همچنین، در مزارع نمایشی جواری هر دهاقین ۵۰ کیلوگرم کود سفید، ۳۰ کیلوگرم کود سیاه و مبلغ ۱۳۲۰ افغانی نقدی برای آماده‌سازی زمین دریافت نمود.
شایان ذکر است که مزارع نمایشی پروژه‌هایی هستند که برای آزمایش و نمایش تکنیک‌ها و مواد اصلاح‌شده ایجاد می‌شوند. این برنامه‌ها نه تنها زمینه افزایش تولیدات را فراهم می‌کنند، بلکه به دهاقین آموزش عملی روش‌های نوین زراعت را نیز ارائه می‌دهند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت