د کندهار نېش ولسوالی کې پر یوشمېر بېوزلو کورنیو وزې او اړوند توکي وېشل کېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۱
د کندهار نېش ولسوالی کې پر یوشمېر بېوزلو کورنیو وزې او اړوند توکي وېشل کېږي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په تطبیقي همکارۍ، د کندهار د مهاجرینو مؤسسې په تخنیکي مرسته او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالی ۷۵ بېوزلو او بې‌سرپرسته کورنیو ته وزې او د مالدارۍ اړوند توکي وېشل کېږي.
د چارواکو په وینا، هرې کورنۍ ته به یوه وزې (شیدې ورکوونکې)، ۲۰۰ کیلوګرامه د څارویو متراکمه خوارکه، دوه لیټره د چینجیانو ضد درمل او ۱۳ قلمه د مالدارۍ اړوند توکي، لکه فلزي سطلونه، د شېدو پروسس وسایل او فلزي ډبې، ورکول کېږي. دغه راز تر څنګ به یې په راتلونکې کې کورنیو ته د تازه شېدو د مؤثر پروسس او د محصولاتو د بازار موندنې په اړه روزنیز پروګرامونه هم عملي کېږي.
د پروژې موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د ځان بساینې هڅونه، د تازه محصولاتو لپاره د مؤثر بازار برابرول او د اړوندو روزنیزو پروګرامونو پلي کول دي.
یاده دې وي، چې څو اوونۍ وړاندې د همدې پروژې له لارې د نېش ولسوالی ۲۵۰ بېوزلو بزګرانو ته د جوارو د اصلاح شوي تخم وېش لپاره د نوم لیکنې لړۍ بشپړه شوې وه، چې ورسره به هغوی ته کیمیاوي سرې هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت