د کندهار دوو ولسوالیو کې د نږدې ۱ زر ۳۰۰ پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۹:۴۱
د کندهار دوو ولسوالیو کې د نږدې ۱ زر ۳۰۰ پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه 

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کندهار په سپین بولدک او ریګستان ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د افغانستان او پاکستان پر فرضي کرښه د افغان کنډک ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري پاکستان ته د ۱ زر ۲۷۶ پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه. 
د بولدک ولسوالی چارواکي وایي، چې د دغو  پسونو د قاچاق مخه د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې په داسې حال کې نیول شوي، چې یو شمېر کسانو غوښتل یاد شمېر پسونه د ډیورنډ فرضي کرښې له لاري پاکستان هېواد ته انتقال کړي، چې په ورته مهال د مسؤلینو له لوري قاطع اقدام شوی او د یادو پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه. د چارواکو په خبره د یاد قاچاق په تړاو یوشمېر کسان هم نیول شوي او اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي. 
د یادونۍ وړ ده، چې په دې وروستیو کې د قاچاقي څارویو د مخنیوی په موخه د کندهار د کرنې ریاست او کندهار امنیه قوماندانۍ هڅې زیاتي کړي، چې د یادو ګډو هڅو په دوام یې تر دې وړاندې هم په بولدک ولسوالی کې د ۲ زره ۴۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت