د کندهار منګالي فارم کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت معیاري تفریحي پارک جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۵۲
د کندهار منګالي فارم کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت معیاري تفریحي پارک جوړېږي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت په لوړ شاولیکوټ ولسوالی کې د منګالي فارم پر پراخې دولتي ځمکې د ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو معیاري تفریحي پارک د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې.
یاد پارک به د یو خصوصي سوداګر له خوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د طبیعي سرچینو آمریت تخنیکي همکارۍ سره، د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ جوړ شي. د دې پارک لپاره لسګونه جریبه ځمکه د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته، د اړوندو ادارو د ګډ پلاوي په حضور کې لس کلونو لپاره اجارې ته ورکړل شوې ده.
د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجینر نورمحمد همکار وايي، چې دا تفریحي پارک به نه یوازې یو عصري جومات، بلکې د سالمې بوختیا لپاره تفریحي فضا، د فوټبال او والیبال مجهز میدانونه، د لامبو حوضونه، خوړنځایونه او نور معیاري اسانتیاوې ولري.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین دغه اقدام یو مهم اقتصادي او ټولنیز فرصت بولي. دوی وایي، له دې پارک څخه به نه یوازې د کندهار ښار اوسېدونکي، بلکې له نورو ولایتونو راغلي میله‌وال هم ګټه واخلي، چې دا به د تفریح ترڅنګ د سیمې اقتصادي وده هم تضمین کړي.
دا پارک به د ښاري ژوند ترڅنګ، خلکو ته د آرام، روغتیا، ورزش او تفریح مناسب چاپېریال برابر کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې د ټولنې له غړو سره وکتل

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د چرګانو پالنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستیال سره وکتل

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني نن د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او». . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د خاص کونړ ولسوالی کې د اوبو د مدیریت او نیالګیو کېنولو پروژو څخه د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د لوی رییس او د نظارت او ارزونې د رییس په مشرۍ، له خپل تخنیکي ټیم سره. . .

بازگشت