کندهار کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو سږني حاصلات د پام وړ زیات شوي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴۴
کندهار کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو سږني حاصلات د پام وړ زیات شوي

۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو، خټکیو او انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
د معلوماتو له مخې، روان کرنيز کال په کندهار کې پر ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه د هندواڼو او پر ۵۰۰ هکټاره ځمکه د خټکیو کرنه شوې، چې له دې جملې څخه به شاوخوا ۶ زره ټنه هندواڼې او ۴ زره ټنه خټکي ترلاسه شي.
د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت متخصص، ایمل حکیمي وایي، سږ کال د هندواڼو او خټکیو کرنه تر ډېره په دامان، ډنډ، بولدک، شاولیکوټ، میوند، تخته‌پل او خاکریز ولسوالیو کې ښه نتیجه ورکړې. د نوموړي په وینا، د ناروغیو، نباتي آفتونو او غیري موسمي بارانونو کمښت د دې لامل شوی، چې حاصلات هم لوړ شي او کیفیت یې هم ښه وي.
همداراز، د انګورو په حاصلاتو کې هم سږ کال د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د کندهار د کرنې ریاست د وروستیو ارزونو پر بنسټ، تمه ده چې سږ کال به له کندهار ولایت څخه شاوخوا ۲۰۵ زره ټنه انګور راټول شي، چې دا د تېر کال په پرتله د زیاتوالي ښکارندوی دی.
بزګران د روان کال له حاصل څخه خوښ ښکاري او هیله‌من دي، چې له بازار سره د وصل، د صادراتو اسانتیا او د کرنیزو خدماتو پراخوالي سره به د دوی اقتصادي وضعیت نور هم پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت