د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مدیرانو لپاره د روزنیز پروګرام پیل شو

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۷:۲۴
د کرنې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست مدیرانو لپاره د روزنیز پروګرام پیل شو


۴ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ مُحرَّمُ الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست، د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د خپلو ولایتي مدیرانو لپاره د کارکوونکو د چارو د اجراآتو د لاروښوونو په تړاو درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ.
د دغه پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي‌سالم»، آمرین، سلاکاران او د کارکوونکو چارو ریاست مدیران ګډون درلود.
مالي او اداري مرستیال په خپلو خبرو کې د امانت‌دارۍ، عدالت، غوره مدیریت، له مراجعينو او کارکوونکو سره د ښو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او له ټولو مدیرانو یې وغوښتل، چې خپلو مسؤلیتونو ته پوره پاملرنه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې ښه اخلاق، مشورې او د اداري دندو سرته رسول لوړ ارزښت لري او کارکوونکي باید له دې اصولو سره سم، د اړوندو برخو په پرمختګ او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.
په دې رونیز پروګرام کې د ادارې د پرمختګ تګلارې، ګمارنې او اړوندې کړنلارې، د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې پروګرامونه، سوانح، ډیټابېس، او د ظرفیت لوړونې لارې چارې، کډونوالو ته ښودل کېږي، چې دا پروګرام به درې ورځې دوام وکړي.


آغاز برنامه آموزشی برای مدیران امورکارکنان وزارت زراعت
۴ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست امورکارکنان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، برنامه آموزشی سه‌روزه‌ای را برای ۳۴ تن از مدیران ولایتی خود در پیوند به رهنمودهای اجراآت امورکارکنان راه‌اندازی کرد.
در محفل افتتاح این برنامه، ملا آغاجان  آخند «حاجی‌سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آمران، مشاوران و مدیران ریاست امورکارکنان حضور داشتند.
معین مالی و اداری در سخنانی، بر اهمیت امانت‌داری، عدالت، مدیریت بهتر، برخورد نیک با مراجعان و کارمندان تأکید کرده و از مدیران خواست تا به مسؤولیت‌های خویش توجه کامل داشته باشند. وی افزود که اخلاق نیک، مشورت و رسیدگی به وظایف اداری، ارزش والایی دارد و کارمندان باید با رعایت این موارد در رشد و انکشاف بخش‌های مربوط سهم فعال بگیرند.
برنامه آموزشی شامل موضوعاتی چون راهکارهای انکشاف اداره، استخدام و رویه‌های مرتبط، ارایه برنامه‌های آمریت ارزیابی اجراآت کارکنان، سوانح، دیتابیس و ارتقای ظرفیت است و به‌مدت سه روز ادامه خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت