د کرنې وزیر د کندهار د کرنې ریاست له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۰

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاء الله عمري کندهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د کندهار دکرنې ریاست مسوولینو سره د کندهار د کرنې ریاست په تالار کې د همغږۍ مهمه تر سره کړه. 
دغه ناسته د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ او د مل پلاوي په ګډون، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رییس مولوي عبدالرشید منیب په کوربتوب جوړه شوې وه.
په یاده ناسته کې د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د استخباراتو د پېژند لوی رییس مولوي فضل الباري فضلي او د وزارت نور مسؤلین هم حضور درلود.
د غونډې په ترڅ کې، د کندهار د کرنې رییس له لوري د ریاست د تېر یو لړ مهمو لاسته راوړنو، روانو پروژو او راتلونکو پراختیايي پلانونو اړوند مفصل راپور وړاندې شو. نوموړي څرګنده کړه، چې د کرنې پراختیا، مالدارۍ ته وده ورکول، او د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د دوی له لومړیتوبونو څخه دی. مولوي منیب زیاته کړه، چې د امارتي ځمکو د ساتنې په موخه به پراخ کمپاینونه تر سره کړي، او هېڅ فرد ته به اجازه ور نه کړي، چې دغه ځمکې د شخصي ګټو لپاره وکاروي.
په همدې حال کې د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري د ریاست فعالیتونه وستایل، د کندهار د کرنې د ریاست هڅې یې د ظرفیت، ژمنتیا او مسؤلیت‌پالنې نښه وبلله. نوموړي د وزارت له خوا د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ، څو د کرنیزو چارو په لا ښه‌والي کې نور هم اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
همداراز، د وزارت نور لوړپوړو مسؤلینو هم د کندهار د کرنې ریاست نوې رهبرۍ ته د مبارکۍ ترڅنګ، د دوی هڅې وستایلې، او ژمنه یې وکړه چې د ریاست د ادارې د پیاوړتیا، مسلکي پرمختګ او اغېزناکې همغږۍ لپاره به هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.
یاده ناسته د دواړو لورو ترمنځ د لا ښه همغږۍ، تفاهم او راتلونکو همکاریو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

وزیر زراعت با مسئولان ریاست زراعت کندهار نشست هماهنگی برگزار کرد
۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفرش به ولایت کندهار، با مسئولان ریاست زراعت این ولایت در تالار ریاست زراعت کندهار نشست مهم هماهنگی برگزار کرد.
این نشست به ریاست مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، و با حضور هیأت همراه، به میزبانی مولوی عبدالرشید منیب، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار برگزار شد.
در این نشست، مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی، مولوی فضل‌الباری فضلی رئیس پیژند ریاست عمومی  استخبارات، و شماری دیگر از مسئولان وزارت نیز حضور داشتند.
در جریان نشست، رئیس زراعت کندهار گزارش مفصلی از دستاوردهای مهم گذشته، پروژه‌های جاری و برنامه‌های توسعه‌ای آینده ریاست ارائه کرد. او اظهار داشت که توسعه زراعت، رشد مالداری و جلوگیری از غصب زمین‌های امارتی از اولویت‌های کاری آن‌ها است. مولوی منیب افزود که به‌منظور حفاظت از زمین‌های امارتی، کمپاین‌های گسترده راه‌اندازی خواهد شد و به هیچ فردی اجازه داده نخواهد شد که این زمین‌ها را برای منافع شخصی استفاده کند.
در ادامه، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت از فعالیت‌های ریاست زراعت کندهار ستایش کرد و تلاش‌های این ریاست را نشانه ظرفیت، تعهد و مسئولیت‌پذیری دانست. او از همکاری همه‌جانبه وزارت برای بهبود امور زراعتی در این ولایت اطمینان داد.
همچنین، شماری از دیگر مسئولان بلندپایه وزارت، ضمن تبریکی به رهبری جدید ریاست زراعت کندهار، از تلاش‌های آن‌ها قدردانی کردند و وعده سپردند که برای تقویت اداری، رشد حرفه‌ای و هماهنگی مؤثر، حمایت‌های همه‌جانبه را ادامه خواهند داد.
این نشست، گامی مهم در راستای تقویت هماهنگی، تفاهم و همکاری‌های آینده میان دو طرف تلقی می‌گردد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالی او حسابي ریاست او د افغانستان بانک د مالی او حسابي کارپوهانو ترمنځ تخنیکي ناسته د مالی ستونزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مټاخان ولسوالی پوټیانو په سیمه کې د کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د کرل شوو هندواڼو. . .

بازگشت