خوست کې د کیلې ونو په وده او حاصل کې ښه پایله ورکړې ده

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۰
خوست کې د کیلې ونو په وده او حاصل کې ښه پایله ورکړې ده

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو الګو او مالدارۍ رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د کېلې ونو ښه حاصل ورکړی دی.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت مرکز متون په نوي کوټکی کلي کې کیلې نیالګي اېښودل شوي وو، چې سږ کال يې مېوه نیولې او ښه نتیجه يې ورکړې ده.
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دغه ولايت خاوره او هوا د کيلې ونو لپاره مناسبه ده. د دوی په خبره دوی هڅه کوي په راتونکو کلونو کې په دغه ولایت کې د کیلو نور بڼونه هم کېږدي، څو کروندګر دغه لوري ته مخه کړي.
په افغانستان کې د کیلو کښت  یوازې تودو سیمو لکه ننګرهار، لغمان، کونړ، او خوست کې امکان لري، ځکه هلته نسبتاً ګرمه هوا، مناسب رطوبت او د کیلې ونې ودې لپاره ښه خاوره شتون لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت