کندهار کې د څارویو د روغتیا پیاوړې هڅې؛ د نږدې ۳۳ زره څارویو درملنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۴۰
کندهار کې د څارویو د روغتیا پیاوړې هڅې؛ د نږدې ۳۳ زره څارویو درملنه وشوه

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د مسلکي پاراوټرانو له لوري د کندهار په ۱۰ ولسوالیو کې شاوخوا ۳۲ زره ۹۰۰ لوی او کوچني څاروي د چنجیو ضد ناروغیو پر وړاندې درملنه وشوه.
یاد کمپاین د کندهار په ډنډ، دامان، پنجوايي، لوړ میوند، کښته میوند، ارغنداب، خاکریز، نېش، غورک او سپین بولدک ولسوالیو کې پلي شوي، چې له مخې یې زرګونه څاروي له چنجیو د رامنځته کېدونکو ناروغیو څخه وژغورل شول.
د یاد کمپاین موخه د مالدارۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه، د څارویو د عمومي روغتیا خوندیتوب، او د چنجیو ضد ناروغیو په وړاندې د وقایې پراخ تدابیر نیول دي، ترڅو په لرې پرتو سیمو کې هم مالدارانو ته اړینې آسانتیاوې او خدمات برابر شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست له لوري د مالدارۍ د سکتور د پیاوړتیا په موخه عملي ګامونه پورته شوي او د تېرو څلورو میاشتو راهیسې د کانګو او طبق وژونکو ناروغیو پر وړاندې، د کرنې وزارت په مالي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ملاتړ، وقایوي واکسینونه او درمل پاشۍ تطبیق شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت