د ننګرهار کوټ ولسوالی کې څه باندې درې زره منه غنم د رڼې بولۍ له لارې وپلورل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۲
د ننګرهار کوټ ولسوالی کې څه باندې درې زره منه غنم د رڼې بولۍ له لارې وپلورل شو

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کوټ ولسوالی د عشر مدیریت د ولسوالی د ګډ پلاوي په حضور کې درې  زره او ۱۹۰ منه غنم  د ازادې او رڼې بولۍ له لارې وپلورل.
یاد غنم چې د کوټ ولسوالی د بېلابېلو کلیو بزګرانو څخه د عاملینو په مټ راټول شوي ؤ، او په بولۍ کې شپږو تنو سوداګرو برخه اخیستي وه چې ننګیال  په نوم سوداګر بیه ۱۶۵ افغانۍ تر نورو لوړ وو، ګډ پلاوي له لورې ګټونکي اعلان شو، چې في من غنم په ۱۶۵ افغانۍ پرې وپلورل شول.
د ننګرهار ولایت په ټولو ولسوالېو کې د بزګرانو څخه د عشر او زکات د کړنلارې مطابق عشر راټولېږي او د رڼې بولۍ له لارې پلورل کېږي او د امارت په خزانه کې جمعه کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت