د کرنې وزارت او دملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې ترمنځ د ګډو ودانیزو پروژو د پیل په پار دهمغږۍ غونډه دایره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۲:۱۷
د کرنې وزارت او دملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې ترمنځ د ګډو ودانیزو پروژو د پیل په پار دهمغږۍ غونډه دایره شوه

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» ترمنځ د لسګونو ودانیزو پروژو د پيل په پار د همغږۍ په موخه غونډه دایره شوه.
ياده غونډه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ، او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ستراټیژیک سلاکار نجیب‌الله امیرزي، د دواړو ادارو د رییسانو او تخنیکي سلاکارانو په شتون ترسره شوه.
په غونډه کې د ملګرو ملتونونو د خوړو او کرنې ادارې سلاکار وویل، چې مرسته‌کوونکي هېوادونه ژمن دي، ترڅو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کچالو، پیازو سړو خونو او د ممیزو د خونو په ګډون بېلابېلې بنسټیزې پروژې پلي کړي.
همداراز د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د یادو پروژو د شفاف، باکیفیته او مؤثر تطبیق لپاره د دواړو ادارو ترمنځ د نږدې همکارۍ او همغږۍ پر ارزښت ټينګار وکړ، او وړاندیز یې وکړ چې د ولایتونو لپاره د مناسب ځای ټاکلو په موخه ګډ تخنیکي ټیمونه جوړ شي.
په پای کې، د دواړو ادارو رییسانو او تخنیکي انجنیرانو خپل نظریات او وړاندیزونه د پروژو د ښه تطبیق لپاره سره شریک کړل.


برگزاری جلسه هماهنگی برای راه‌اندازی پروژه‌های مشترک عمرانی میان وزارت زراعت و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد
۱۶ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به هدف هماهنگی برای راه‌اندازی ده‌ها پروژه عمرانی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد برگزار شد.
این جلسه به رهبری مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت و با حضور نجیب‌الله امیرزی، مشاور استراتیژیک سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، رؤسا و مشاوران تخنیکی هر دو اداره برگزار گردید.
در این نشست، مشاور سازمان خوراک و زراعت ملل متحد از تعهد کشورهای کمک‌کننده برای عملی‌سازی پروژه‌های زیربنایی در بخش اعمار سردخانه‌های کچالو، پیاز و کشمش‌خانه‌ها در ولایت‌های مختلف کشور خبر داد.
همچنین معین آبیاری و منابع طبیعی بر اهمیت هماهنگی و همکاری نزدیک میان دو نهاد در راستای تطبیق مؤثر، باکیفیت و شفاف این پروژه‌ها تأکید کرده، پیشنهاد تشکیل تیم‌های مشترک تخنیکی برای تعیین محل‌های مناسب پروژه‌ها در ولایات را مطرح نمود.
در پایان، روسا و انجینران تخنیکی هر دو اداره نظریات و پیشنهادات خود را در مورد چگونگی تطبیق بهتر این پروژه‌ها با یکدیگر شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۹
Background image

د هلمند څېړنیزو فارمونو کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، ددې ولایت د څېړنیزو فارمونو مسلکي انجنیرانو له لوري ددې ولایت دکرنې او مالدارۍ برخې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۲۹
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې کروندګرو ته د نباتي افتونو د مخنیوي عملي روزنه ورکړل شوه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو امریت د بوټوساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو د خپلو دوامداره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۳
Background image

فاریاب ته د ازبېکستاني پلاوي سفر او د افغان-ازبېک بڼ څځه لیدنه

۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ازبېکستان د کرنې مرستیال وزیر ابدذکروف جمشید په مشرۍ د ازبېکستان یو پلاوی، چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلی و، د فاریاب ولایت د خان‌چارباغ. . .

بازگشت