د میدان وردګو دایمیرداد کې د اوبو مدیریت، سپما او کرنې پیاوړتیا په پار ۱۶ نوي پروژې پلي کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۳۸
د میدان وردګو دایمیرداد کې د اوبو مدیریت، سپما او کرنې پیاوړتیا په پار ۱۶ نوي پروژې پلي کېږي

د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې «د کلیوالي ودې او پراختیا پروګرام» تر چتر لاندې، د ډاکار مؤسسې له‌خوا د ۱۶ کرنیزو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه.
یاده سروې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۱مه د ډاکار مؤسسې د تخنیکي ټیم او د کرنیزو خدمتونو مدیریت په همکارۍ ترسره شوه. سروې د ایمي امنیت، د خلکو همکارۍ او تخنیکي اصولو ته په پام، پرته له کوم خنډ څخه په بریالیتوب سره بشپړه شوه.
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دغو پروژو کې؛ د کانالونو جوړول، د اوبو زېرمه کولو لپاره د حوضونو جوړول، د ۱۰۵ سپما ګروپونو جوړول او د ۲۰۰ بابه ورخونو جوړول شامل دي.        د یادو پروژو موخه، د کرنیزو خدماتو پراختیا، د اوبو مدیریت ښه‌والی، د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د کلیوالو اقتصادي پیاوړتیا ده.                                                                                                                                 د دایمیرداد ولسوالی خلکو د دغو پروژو له پیلېدو څخه ژوره خوښي وښوده، د میدان وردګو ولایت د کرنې له ریاست او ډاکار مؤسسې څخه یې مننه وکړه، او هیله‌یې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې ورته پراختیایي پروژې دوام ومومي.
د ډاکار مؤسسې مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې د سروې پایلو له تثبیت وروسته، به د پروژو فزیکي کارونه ان شاءالله ډېر ژر پیل شي. یاده هڅه د میدان وردګو ولایت په لرې پرتو سیمو کې د کلیوالو ژوندانه د ښه‌والي، اقتصادي ودې او کرنیزې ثبات لپاره یو ارزښتناک ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت