د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرمحمدبیدار سیرت او ددې دفترهمکارانو یې ملتیا کوله الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د الیشنک ولسواللی قلعه نجیل او د دولت شاه ولسوالی دفراشغان درې په پیتک، نیل خان، منګلپوراو سا نومیر سیمو کې دداخلي پرازیټونو د له منځه وړلو، طبق ناروغۍ درملنې او د کانګو تبې ناروغیو د مخنیوي په موخه د کمپاین پرانیست غونډه وکړه.
دغه کمپاین، چې د سیمه ییزو وټرنرډاکټرانو پر مت ترسره کېږي په ترڅ کې به یې نږدې ۱۸ زره څاروي د طبق او داخلي پرازیتونو پروړاندې درملنه او د کانګو تبې مخنیوي په پار به وقایوې تدابیر ترسره شي.
ددې کمپاین په ترڅ کې به ۱۲ زره او ۲۰۰ څاروي د کانګو تبې پر وړاندې وقایه شي او دغه راز د هغه ۵۵۰ څاریو درملنه به وشي، چې د طبق په ناروغۍ اخته شوي  او ترڅنګ یې پنځه زره څارویو ته به د داخلي پرازیتونو ضد درمل ورکړل شي.
 باید وویل شي، چې د لغمان کرنې ریاست له خوا تر دې وړاندې هم د کانګو وینه‌بهېدونکې تبې مخنیوی او د طبق ناروغیو درملیز وقایوي کمپاینونه پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت