د پکتیاولایت چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
د پکتیاولایت چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو ددې ولایت د خاورې اوبه اوهوا سره سم کرنیز تخمونه تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې څېړنیز فارم کې په ۱۹ بېلابېلو تخمونو باندي څیړنې روانې دي لکه د غله جاتو په برخه کي، حبوباتو، او صنعتي او تیلي نباتاتو برخه کي او ترڅنګ پر یوشمېر سبو هم څېړنې روانې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه څېړنیز فارمونه جوړ کړي دي، ترڅو د هرې سیمې خاورې، اوبه او هوا سره سم کرنیز تخمونه او نیالګي تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړي، ترڅو د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سره د عوایدو کچې لوړولو ته زمینه برابره شي او د هېواد د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت