په افغانستان کې د درېیو معیاري سړو خونو د ځای ټاکلو لپاره د چین د ولسي جمهوریت د پلاوي تخنیکي سروې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۸:۵۵
په افغانستان کې د درېیو معیاري سړو خونو د ځای ټاکلو لپاره د چین د ولسي جمهوریت د پلاوي تخنیکي سروې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د چین د ولسي جمهوریت ترمنځ د تخنیکي همکاریو په اډانه کې، د چین تخنیکي پلاوی افغانستان ته راغلي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د درې معیاري سړوخونو د کمپلکسونو د جوړولو لپاره د موقعیت تثبیت او سروی پیل کړې ده.
د سفر په پیل کې، یاد تخنیکي پلاوی د کرنې او مالدارۍ له مرستیال او د کرنې وزارت له سرپرست، مولوي صدراعظم عثماني سره وکتل او د خپل سفر موخې یې څرګندې کړې. د کرنې وزارت مرستیال د دوی د هرکلی ترڅنګ د سړوخونو جوړول د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي او د هېواد د حاصلاتو د مؤثرې استفادې په لور یو مهم ګام وباله.
وروسته، چینايي پلاوی د کرنې وزارت له تخنیکي ټیم سره ګډه ناسته وکړه او د سړوخونو د ځای ټاکنې په اړه یې خبرې اترې وکړې. له هغې وروسته، یاد پلاوی د کرنې وزارت له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ (سقاوه) او د بګرامي ولسوالۍ د دوسرکه سیمو څخه لیدنه وکړه او لازم تخنیکي ارزونې یې ترسره کړې.
په دوام کې، د چین تخنیکي پلاوی د بلخ دکرنې رییس او د کرنې وزارت د زېربناوو ریاست ټیم سره د بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د کرنې رییس او د کرنې وزارت د زېربناوو ریاست له ټیم سره یو ځای، د مزارشریف ښار دسړې خونې د موقعیت په اړه د بلخ د ولایت له مرستیال والي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې سفر کې، دوه له وړاندې ټاکل شوې سیمې وکتل شوې او وڅېړل شوې.
په پای کې، د چیني پلاوي له تخنیکي ارزونو وروسته، د مزارشریف ښار په مرکز کې د شمع څلور لارې سیمه د سړې خونې د اعمار لپاره مناسبه سیمه وټاکل شوه، چې دا انتخاب د بلخ د کرنې ریاست له لوري هم تایید شو.
د دې پروژې سروی او تخنیکي ارزونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم په نږدې همکارۍ دوام لري. دا پروژه د هېواد د تازه مېوو د ساتنې، زېرمه کولو او بازارموندنې په برخه کې خورا ډېر ارزښت لري.


سروی تخنیکی هیأت جمهوری خلق چین برای تثبیت محل اعمار سه سردخانه معیاری در افغانستان
در چارچوب همکاری‌های تخنیکی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و جمهوری خلق چین، هیئت‌های تخنیکی چینایی وارد افغانستان گردیده و روند سروی و تثبیت موقعیت اعمار سه باب کمپلکس سردخانه معیاری را در ولایات مختلف کشور آغاز نمودند.
در آغاز سفر، هیئت تخنیکی با مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری  و کفیل وزارت زراعت دیدار کرده و اهداف سفر خویش را توضیح دادند. معین وزارت ضمن خوش‌آمدید به آنان، اعمار سردخانه‌ها را گامی مهم در راستای جلوگیری از ضیاع محصولات زراعتی و استفاده مؤثر از حاصلات کشور خواند.
پس از آن، هیئت چینایی با تیم تخنیکی وزارت زراعت نشست مشترکی برگزار و روی مکان‌یابی سردخانه‌ها تبادل نظر نمودند. سپس، این هیئت همراه با تیم تخنیکی وزارت از ساحات پیشنهادی در ولسوالی چهارآسیاب کابل (سقاوه) و همچنین ساحه دوسرکه در ولسوالی بگرامی بازدید به عمل آورده و ارزیابی تخنیکی لازم را انجام دادند.
در ادامه، هیئت تخنیکی کشور چین با همراهی رئیس زراعت ولایت بلخ و تیم  ریاست زیربناهای زراعتی وزارت، به ولایت بلخ سفر نموده و با معاون والی آن ولایت پیرامون موقعیت اعمار سردخانه در شهر مزارشریف دیدار و گفتگو کردند. در این سفر، دو ساحه مشخص‌شده قبلی مورد بازدید و بررسی قرار گرفت.
سرانجام، پس از بررسی نهایی، ساحه چهارراهی شمع در مرکز شهر مزارشریف به‌عنوان محل مناسب اعمار سردخانه از سوی هیأت تخنیکی چین انتخاب گردید که این انتخاب نیز از سوی ریاست زراعت ولایت بلخ مورد تأیید قرار گرفت.
جریان بررسی و سروی این پروژه با همکاری نزدیک تیم تخنیکی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری همچنان ادامه دارد. این پروژه از اهمیت زیاد در زمینه حفظ، نگهداری و بازاریابی میوه‌جات تازه کشور برخوردار می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۲۹
Background image

دهلمند مارجې ولسوالی بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د مارجې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۹
Background image

د کرنې وزارت  اراضۍ ریاست په بېلابېلو برخو کې د نوي متخصصينو د ګمارلو په موخه غونډه دایره شوه 

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ  ریاست د تصفيې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو معلوماتي سيستم او د ځمکو بانک، د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت او په داسې نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۱:۵
Background image

دکندهار دکرنې ریاست  د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم کاربونیټ سرې د پلور مخه ونیوله

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم. . .

بازگشت