د عشر او زکات لوی رییس په مشرۍ پلاوي لوګر ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۴۸
د عشر او زکات لوی رییس په مشرۍ پلاوي لوګر ولایت ته سفر وکړ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی رییس الحاج مولوي ندا محمد عابد په مشرۍ یو پلاوي لوګر ولایت ته سفر وکړ.
د سفر په ترڅ کې، یاد پلاوي لومړی د لوګر ولایت له والي شیخ ضیاالرحمن مدني سره وکتل. وروسته یې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د رئیس سره هم لیدنه وکړه.
ورپسې، یوه ناسته د عشر او زکات د عمومی رییس، د لوګر ولایت د کرنې رئیس مولوي شیر آقا پیرحبیب الرحمن او د عشر او زکات مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.
د کرنې رئیس مولوي شیر آقا پیرحبیب الرحمن د راغلي پلاوي تود هرکلی وکړ او له هغوی یې مننه وکړه.
الحاج مولوي ندا محمد عابد د یادې ادارې د هڅو ستاینه وکړه او مسؤلینو ته یې یو لړ ارزښتناکې سپارښتنې وکړې. هغه وویل چې اسلامي نظام د صداقت، امانتدارۍ او خدمت غوښتنه کوي، او ټولو مسؤلینو ته پکار دي چې تر خپلې وسې د اسلام او ولس خدمت ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې مسؤلین باید د نفسانې غوښتنو څخه ځان وساتي او خپل کارونه په شفافیت او اخلاص سره ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت