زابل کې پر یوشمېر مالدارانو د شیدې روغتیایي کڅوړې ووېشل شوې
۱۹ لېندۍ ۱۳۹۸
د زابل د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ ددې ولایت د شاجوی ولسوالۍ پر ۵۰ مالدارانو د شیدې لوشلو او ساتلو روغتیایي کڅوړې وېشلي دي.
د زابل د کرنې رییس انجنیر صفت الله «نبی زاده اکرمخیل» وایی، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت د شاجوی ولسوالۍ پر ۵۰ مالدارانو د شیدې لوشلو او ساتلو روغتیایې کڅوړې ووېشل شوې.
ددغو توکو په وېش غونډه کې د زابل د کرنې رییس له برخمن شویو مالدارانو وغوښت، چې د کرنې او مالدارۍ په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.
باید وویل شي، چې له دغو توکو څخه برخمن شویو مالدارنو ته د مالدارۍ اړونده روزنې هم ورکړل شوي دي.