کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۳
کندهار کې د پنبې تخنیکي روزنې پروګرام پیل شو

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې یو ان او ډي سي او د صنعتي پراختیا سازمان یو ان آی ډي او په مالي ملاتړ او همغږۍ، د پنبې پروسس او بسته بندۍ د ښه‌والي په موخه د پنبې ۲۰ تنو سوداګرو ته تخنیکي روزنیز پروګرام پیل شو.
په دې پروګرام کې  د کندهار او هلمند ولایتونو  لس لس تنو د پنبې سوداګرو ګډون کړی. یاد ګډونوال به د پاکستان څخه راغلو دوه تنو متخصصینو له‌خوا، د پنځو ورځو په موده کې، د پنبې پروسس، د ماشینرۍ مؤثر استعمال، ترمیم او تنظیم، د بسته بندۍ اړوند میتودونو او نورو تخنیکي مهارتونو په برخه کې وروزل شي.
د کرنې ریاست مسؤلین وايي، تمه ده چې دا روزنه به د پنبې پروسس او بسته بندۍ په کیفیت او اغېزمنتیا کې د پام وړ بدلون راولي، او د بزګرانو اقتصادي وضعیت به ښه کړي.
د یادونې وړ ده چې دا پروګرام د کرنې او مالدارۍ سکتور د مسلکي پراختیا او اقتصادي ودې لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده. چارواکي وايي، هڅه کوي چې د بزګرانو او سوداګرو د ظرفیت لوړولو لپاره ورته مسلکي پروګرامونه نور هم پراخ کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

جلال‌اباد ښار کې ۹۷۷ بزګرانو او کډوالو ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې مرستې وېشل کېږي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق 
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مدیریت، نوښتونو او پرمختګ (امید) مؤسسې له لوري به د جلال‌اباد ښار په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

فراه کې ۱۲۰۰ راستانه شویو کورنيو ته د غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ پيل شوه 

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په فراه ولایت کې د نویو راستانه شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۳۹
Background image

د کندهار ارغنداب کې پر لسګونو اړمنو کورنیو غواوې ووېشل شوې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي او د «سي‌اچ‌اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د. . .

بازگشت