هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه نمایندګۍ وکتلې چې په قانوني ډول د غواګانو لپاره سیمین سټراګانې (سپرمونه) پلوري.
د دې څارنې موخه د هغو غیر قانوني او قاچاقي سټراګانو د وارداتو مخنیوی وو چې له ګاونډیو هېوادونو نه په قاچاقي ډول هېواد ته راځي او پرته له مسلکي کنټروله مالدارانو ته وړاندې کېږي.
د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا مسؤلین وایي، چې دا ډول قاچاقي سیمین سټراګان د هېواد د مالدارۍ سکتور ته جدي ګواښ پېښوي، ځکه د نامعلومو نسلونو سیمین سره د مهاجرو او مدهيشو ناروغیو د انتقال احتمال ډېر وي.
د مسؤلینو په وینا، د سیمین سټراګانو قانوني واردات او استفاده باید د اړوندو مسلکي ادارو تر څار لاندې ترسره شي، څو د حیواني ناروغیو مخنیوی وشي او د نسل اصلاح بهیر په مصؤنه او معیاري بڼه پرمخ لاړ شي.
د څارنې پایله کې د قانوني نمایندګیو فعالیتونه وارزول شول، او لازمې مشورې او سپارښتنې هم ورکړل شوې. دغه راز، مسؤلینو د قاچاقي سیمین سټراګانو پلورونکو ته خبرداری ورکړ چې له دې غیر قانوني عمل څخه لاس واخلي، کنه قانوني چلند به ورسره وشي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت