د پکتیکا په یحی خېل ولسوالی کې د کچالو د ۲۰ صفر انرژۍ زېرمه تونونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۶
د پکتیکا په یحی خېل ولسوالی کې د کچالو د ۲۰ صفر انرژۍ زېرمه تونونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي محمد زمان عمري د یاد ریاست د یو شمېر کارکوونکو په ملتیا د یحی خېل ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې ددغه ولسوالی بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د کچالو د ۲۰ صفر انرژۍ زېرمه تونونو د بنسټ ډبره کېښود. دغه زېرمتونونه د کلیو بیا ودانولو ادارې په همکارۍ د پکتیکا دکرنې ریاست ترڅار لاندې جوړېږي.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا د کرنې رییس لخوا د یادو خونو د ارزښت او اغېزو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. ښاغلی عمري وویل، چې دغه زېرمه تونونه به د سیمې بزګرانو ته د کچالو محصول د اوږدې مودې لپاره د ساتنې زمینه برابره کړي، د حاصلاتو د ضایع کېدو مخه به ونیسي او بزګران به وتوانېږي خپل محصولات په مناسبه بیه بازار ته وړاندې کړي.
په همدې حال کې د یحی خېل ولسوالی مقام د کرنې ریاست له رهبري څخه د مننې تر څنګ، د لا زیاتو او پراخو خدمتونو غوښتنه هم وکړه. نوموړي دا ډول پروژې د سیمې د اقتصاد او کرنیزې ودې لپاره مهمې وبللې.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ژمن دی، چې د کرنیزو خدمتونو پراخولو ته دوام ورکړي او د بزګرانو ستونزو ته د حل لارې ومومي.
د چارواکو په خبره د زېرمتونونو جوړول په بازار کې د کچالو د بیو د ټیټوالي مخه نیسي او ددې لامل کیږي، چې بزګران د زېرمتون خاوند شي، او خپل محصولات هغه وخت په مناسبه بیه بازارته وړاندې کړي، چې بازار ورته اړتیا ولري. دغه زېرمتونونه د صادراتو په نه شتون کې د بزګرانو د زیان مخه نیسي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت