پکتیا کې پر ۵۰ بزګرانو د قوریې جوړولو اړونده توکي ووېشل شول
۱۸ لېندۍ ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو پروژو « ORCD» او «UNODC» په همکارۍ ددې ولایت مرکز ګردیز پر ۵۰ بزګرانو د قوریې جوړولو تصدیق شوي تخمونه او د قوریې جوړلو، پالنې او روزنې اړونده توکي وېشلي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي د یادو قوریو جوړول په دې ولایت کې بنیادي پروګرام یاد کړ او ویې ویل، چې په دې سره به په پکتیا کې بڼوالۍ پیاوړې او د بڼونو جوړول او پالنه به ور سره ترویج شي.
د چارواکو په خبره په وېشل شويو توکو کې هر بزګر ته د قوریې جوړولو ۲۷ توکي، چې په کې د بادامو، مڼو، ناکو او شفتالو تخمونه، د دواشیندلو پمپ، لاسي کراچۍ، روغتیایي کېټ، زر متر مربع جالۍ، اغزن سیم، توره او سپینه سره، جیک، بېل او نور اړین توکي شامل دي ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې له دې پروژې څخه برخمن شوي بزګرانو ته د قوریې جوړولو د کرکېلي روزنه هم ورکړل شوي دي.