کرنې وزارت کې د تدارکاتي پلان لارښود روزنیز ورکشاپ دایر شو

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۲۰:۱۱
کرنې وزارت کې د تدارکاتي پلان لارښود روزنیز ورکشاپ دایر شو


۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳۰ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست او د تدارکاتو ریاست له لوري د دغه وزارت یو شمېر مرکزي کارکوونکو لپاره د تدارکاتي پلان د لارښود په موخه یو روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ کارکوونکو ته د تدارکاتي پلانونو د چمتو کولو او پلي کولو په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړولو په پار جوړه شوې وه.
د چارواکو په وینا، دا ډول روزنیز پروګرامونه د وزارت د کاري بهیر د لا ښه والي او د تدارکاتو چارو د مؤثرې پرمخبیولو لپاره ډېر مهم رول لري. ګډونوالو هم دغه ډول روزنیز پروګرامونه ګټور وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول تخصصي پروګرامونه دې په نورو برخو کې هم دوام ومومي.


ورکشاپ آموزشی رهنمایی پلان تدارکاتی در وزارت زراعت برگزار شد
۷ جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
ریاست امور کارکنان و ریاست تهیه و تدارکات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری یک ورکشاپ آموزشی را برای شماری از کارمندان مرکزی این وزارت برگزار کرد. این برنامه با هدف ارتقای ظرفیت کارمندان در زمینه تهیه و تطبیق پلان‌های تدارکاتی راه‌اندازی شده بود.
به گفته مسئولان، چنین برنامه‌ها در بهبود روند کاری و پیشبرد مؤثر امور تدارکاتی در وزارت نقش مهمی ایفا می‌کند. اشتراک‌کنندگان نیز این گونه برنامه‌ها را مفید خوانده و خواهان ادامه آن در بخش‌های مختلف تخصصی شدند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت