د  څارویو له لارې د کانګو ناروغۍ د کنټرول په پار ګډ اقدامات؛ ننګرهار کې د همغږۍ ناسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۰:۵
د  څارویو له لارې د کانګو ناروغۍ د کنټرول په پار ګډ اقدامات؛ ننګرهار کې د همغږۍ ناسته وشوه

۲۷ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د خپل کار په دفتر کې د ننګرهار د ګمرک رییس مولوي منصورالحق ذاکر سره په کتنه کې، پاکستان هېواد څخه په څارویو کې د کانګو ناروغیو تشخیص،مخنیوي،  قرنطین او کرنې، مالدارۍ، صادراتو او وارداتو په برخه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د ننګرهار د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې کانګو د څارویو یوه خطرناکه ناروغي ده چې څارویو ته ستر زیان رسوي نو پدې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او همدارنګه دنباتي او حیواني روغتیایي تصدیق چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو له لورې ورکول کیږي د ګمرک کارکونکو همکاري اړینه وبلله .
دغه راز د ننګرهار دکرنې رییس وویل، د سبو او مېوو په صادراتو او وارداتو کې د اسانتیاوو برابرولو په پار د ګمرک او کرنې ریاستونو ترمنځ غوره همغږۍ باید رامنځته شي. ددې ترڅنګ په دې کتنه کې په ګمرک کې د کرنیزو او مالدارۍ  اموالو لیدلو او ګنو نورو مسایلو بحث او دنظرونو تبادله شوه.
د ننګرهارد ګمرک رییس مولوي منصورالحق ذاکر د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس ته د کانګو مخنیوي او نورو برخو کې د ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت