د غزني درېیو ولسوالیو کې د صفرانرژۍ سړخونو او  ممیزخونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۰:۴
د غزني درېیو ولسوالیو کې د صفرانرژۍ سړخونو او  ممیزخونو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۷ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د سبو او مېوو د تولیداتو د زېرمه کولو او د بزګرانو د عوایدو د زیاتولو په موخه، د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۲۰ بابه صفرانرژۍ سړو خونو او ۳۰ بابه ممیزو خونو د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې.
په دې موخه ځانګړې غونډه د اندړ ولسوالی په مرکز کې جوړه شوې وه، چې پکې د غزني د کرنې رییس الحاج مولوي محمد اسماعیل شکیب، د اقتصاد ریاست استازي، د اندړ ولسوال، د افغانستان د ملي بیا رغونې مؤسسې (اې،ان،آر،سي،سي) مسؤلین او د سیمې مشران ګډون کړی و.
دغزني ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، له دغو ۲۰ بابه زېرمتونو څخه ۱۰ یې په مالستان او ۱۰ نور یې په ناوه ولسوالۍ کې جوړېږي. دا زېرمه‌تونونه له برېښنا پرته کار کوي، چې د هرې خونې لګښت شاوخوا ۱۱,۰۰۰ امریکايي ډالر (۷۷۰,۰۰۰ افغانۍ) اټکل شوی. ټاکل شوې چې ودانیزې چارې به یې په راتلونکو درو میاشتو کې بشپړې شي.
د کچالو هره سړه خونه ۹.۲ متره اوږدوالی، ۸ متره پلنوالی او ۴.۵ متره لوړوالی لري، چې د ۵۰ تر ۵۵ متریک ټنه کچالو د ساتلو ظرفیت لري. د پیازو لپاره بیا هره سړه ۸.۳ متره اوږد، ۳.۷ متره پلن او ۳.۳ متره لوړ دی، چې د ۲۵ تر ۳۰ متریک ټنه پیازو د ذخیره کولو وړتیا لري.
همداراز، ۳۰ بابه ممیزخونې هم جوړېږي، چې له دې ډلې ۱۰ بابه یې دغزني په مرکز، ۱۰ بابه په ده‌یک او ۱۰ بابه په اندر ولسوالۍ کې. دممیزخونو د هرې ودانۍ لګښت ۸,۰۰۰ امریکايي ډالر (۵۶۰,۰۰۰ افغانۍ) اټکل شوی، او هره ودانۍ ۱۱ متره اوږد، ۵ متره پلن او ۴ متره لوړ دی، چې شاوخوا ۲۷ تر ۳۵ ټنه انګور په یو وخت کې ممیز ته اړولی شي.
د غزني دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، دغو ټولو پروژو لپاره نږدې ۴۷۰,۰۰۰ امریکايي ډالر (۳۲,۹۰۰,۰۰۰ افغانۍ) بودیجه ځانګړې شوې ده.
د غزني دکرنې رییس الحاج مولوي محمد اسماعیل شکیب وویل، دغه خونې به د غزني د ۲۰ انجمنونو (چې هر یو یې له ۱۰ تنو بزګرانو جوړ دی) لپاره ځانګړې شي. هغه زیاته کړه، چې دا اقدام به بزګرانو ته د خپلو تولیداتو د کیفیت او عوایدو په لوړولو کې مرسته وکړي.
د غزني دکرنې رییس همداراز ټینګار وکړ چې د ممیزخونو جوړېدل به د پخوا په پرتله د غوره کیفیت ممیزو تولید ته زمینه برابره کړي، څو بزګران وکولی شي خپل محصولات نړۍوالو بازارونو ته وړاندې کړي.
په غونډه کې د اقتصاد ریاست استازي هم خبرې وکړې او د کرنیزو پروژو ارزښت یې یاد کړ، او د سیمې مشرانو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
باید وویل شي، چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې په هېواد کې د ممیزخونو او صفرانرژۍ سړوخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو اقتصادي ودې او د انګورو بڼونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار د کرنې وزارت له خوا سلګونه معیاري او اسټنډرډ ممیزخونې او سړې جوړ شوي دي او په راتلونکې کې به دې ته ورته نور ممیزخونې او صفرانرژۍ سړې خونې هم جوړ شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت