د ننګرهار د کرنې ریاست مازاد ملکیتونه په اجاره ورکول کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۴:۲۸
د ننګرهار د کرنې ریاست مازاد ملکیتونه په اجاره ورکول کېږي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري رییس محمد اکبر امیني په مشرۍ یو پلاوی ننګرهار ولایت سفر وکړ، ترڅو د دې ریاست له مازاد جایدادونو څخه د سالمې استفادې او اجارې بهیر تنظیم کړي.
یاد پلاوي د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن سره د ناستې پر مهال د هغو جایدادونو تثبیت او ارزونه وکړه چې دا مهال له فعاله استفادې پاتې دي.
ښاغلي امیني وویل، چې وزارت پلان لري د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کرنې ادارې هغه ملکیتونه چې اوس ترې استفاده نه کېږي، د اجارې له لارې عواید ته واړوي. نوموړي زیاته کړه:«د دې اقدام موخه دا ده چې له بیکاره او شاړو ځمکو څخه سالمه، قانوني او مؤثره استفاده وشي، او همداراز د کرنې وزارت مالي عواید لوړ شي.»
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د وزارت دا نوښت یو مثبت او اقتصادي ګام وباله او ډاډ یې ورکړ چې د مازاد ملکیتونو تثبیت، ترتیب او اجارې بهیر کې به له مرکز سره هر اړخیزه همکاري کوي.
دا هڅه د کرنې وزارت د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده، چې له شتو سرچینو اعظمي استفاده وکړي او د پایدارو عوایدو لاره هواره کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت