د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۹:۲۴
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دعوت او بېرته يوځاي کېدلو رييس مولوي شکرالله شاکر ګډون درلود، د اراضۍ لوی رياست لخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د ریاست الوزراء اداري معاونیت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې دارالانشاء عالي کمیسیون په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته د ننګرهار ولايت بهسود ولسوالۍ کې په ۳۰۰۰ جريبه ځمکه باندې کډوالو لپاره د ښارګوټي د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دعوت او بېرته يوځاي کېدلو رييس مولوي شکرالله شاکر ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت