د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۱۹
444

۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو رييس مولوي حمدالله اخندزاده ګډون درلود د اراضۍ لوی رياست لخوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه
ياده ځمکه د ا.ا.ا د چارو ادارې د ښاروالیو چارو د همغږۍ عمومي رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته کابل ولايت چهار آسياب ولسوالۍ کې په ۳ جريبه ځمکه باندې د عیدګاه جومات او د جنازې ځای د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو رييس مولوي حمدالله اخندزاده ترمنځ لاسلیک شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت