ازبکستاني پلاوی د بلخ ولایت له معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۰:۱۸
ازبکستاني پلاوی د بلخ ولایت له معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه

هغه ازبکستانی پلاوی، چې د یاد هېواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال جمشید ابدزوخروف په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی، د خپل سفر په ترڅ کې یې د بلخ ولایت له هغې معیاري مسلخ څخه لیدنه وکړه، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا جوړه شوې ده.
دغه مسلخ، چې په ځانګړي ډول د مزار شریف ښار د اوسېدونکو لپاره د صحې او باکیفیته غوښې د برابرولو په موخه جوړه شوې، دا مهال د خصوصي سکتور تر مدیریت لاندې فعالیت کوي او خلکو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي.
د دې لیدنې په ترڅ کې، ازبکستاني پلاوي وویل، که چیرې د مسلخ کارکوونکو ته د تخنیکي مشورو او روزنو اړتیا وي، دوی چمتو دي اړینې همکارۍ ترسره کړي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
په همدې حال کې، د بلخ ولایت د کرنې رییس، قاري محمد موسی مبین، له ازبکستاني پلاوي مننه وکړه او د غوښې د روغتیا، او د حیواني محصولاتو له لارې د ناروغیو د لېږد د مخنیوي پر اهمیت یې خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې معیاري مسلخې کولای شي د عامې روغتیا په ساتنه کې مهم رول ولوبوي او د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت