د فراه ولایت پشت رود ولسوالی کې د چکډېم رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۵:۴۶
د فراه ولایت پشت رود ولسوالی کې د چکډېم رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډي،آر،سي» کمېتې له لارې، ددې ولایت د پشت رود ولسوالی کاریز خلیفه په سیمه کې د ۱۱۰ زره ډالرو په لګښټ د چکډېم رغنیزې چارې پیل شوې. دا پروژه د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره کېږي.  
د فراه دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاد چکډېم ۷۵ متره اوږدوالی، ۴ متره سور او ۵ متره لوړوالی لري، چې د شپږ زره مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیالري او رغنیزې چارې به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د یادې پروژې په ترڅ کې لسګونو کسانو ته په فني او غیر فني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.  
د دې چکډیم موخه د پشت رود ولسوالی باراني اوبو راټولول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ کول دي، چې ورسره به د  ځمکوالو او مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به هم هواره شي.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د اوبو زېرمې او مدیریت لپاره یو‌شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د پکتیا په اوو ولسوالیو کې پر ۹۰۰ بزګرانو د سبو تخمونه، شنې خونې او د سبو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق 
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د افغان سوله جوړونکې مؤسسې په همکارۍ، د دې ولایت د مرکز ګردېز او اړوندو ولسوالیو احمدابا،. . .

بازگشت