د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۹:۵۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له دوه دېرشم نندارتون څخه لیدنه وکړه، چې د کابل د بادام‌باغ په سیمه کې جوړ شوی دی.
د دې لیدنې په ترڅ کې، نوموړي له یو شمېر غرفه‌والو سره وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل. غرفه‌والو په خپلو خبرو کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو، د نندارتون د مدیریت ښه والي او د کورنیو تولیداتو د پراخ ملاتړ غوښتنه وکړه.
مولوي صدراعظم عثماني د غرفه‌والو د غوښتنو او ننګونو تر اورېدو وروسته، د نندارتون مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، څو د نندارتون د بهیر د ښه والي، د غوره چوپړتیاو د وړاندې کولو او د غرفه‌والو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
نوموړي همداراز د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ او د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو لپاره د بازار موندنې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او دا ډول نندارتونونه یې د بزګرانو، مالدارانو او کرنیزو سوداګرو د لاسته راوړنو د معرفي کولو لپاره ښه فرصت وباله.
په دغه نندارتون کې، کرنیز، مالدارۍ، لاسي صنایع او نور کورني تولیدات په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي، چې دغويي تر  ۱۴ پورې به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.


معین زراعت و مالداری از نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری بازدید کرد
۱۳ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از سی‌ودومین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری که در محوطه بادام‌باغ کابل برگزار شده است، بازدید نمود.
در جریان این بازدید، معین زراعت و مالداری با شماری از غرفه‌داران دیدار کرده و مشکلات و پیشنهادات آنان را از نزدیک استماع کرد. غرفه‌داران در صحبت‌های‌شان خواهان فراهم‌سازی تسهیلات بیشتر، بهبود مدیریت نمایشگاه و حمایت گسترده‌تر از تولیدات داخلی شدند.
مولوی صدراعظم عثمانی پس از شنیدن خواست‌ها و چالش‌های غرفه‌داران، به مسئولان برگزاری نمایشگاه هدایت لازم سپرد تا در جهت بهبود روند نمایشگاه، ارائه خدمات بهتر و فراهم‌سازی سهولت‌های لازم برای غرفه‌داران اقدامات مؤثر انجام دهند.
وی همچنان بر اهمیت حمایت از محصولات داخلی و تقویت بازار برای تولیدات زراعتی و مالداری کشور تأکید کرد و این‌گونه نمایشگاه‌ها را فرصت مناسبی برای معرفی دست‌آوردهای دهقانان، مالداران و تاجران زراعتی دانست.
در این نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری صنایع دستی و سایر تولیدات داخلی در ۲۶۳ غرفه به نمایش گذاشته شده است الی تاریخ ۱۴ ثور سال جاری به روی بازدید کنندگان باز می باشد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت