د هډې فارم عمومي سړک پر غاړه د خرما بوټو د کرنې لړۍ پیل شوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۲:۱
د هډې فارم عمومي سړک پر غاړه د خرما بوټو د کرنې لړۍ پیل شوه 

۶ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هډې فارم د زرغونتیا او ښکلا په موخه، د کلوب، رستورانت او عمومي سړک پر غاړه د ۵۵ خرما بوټو د کرنې چارې پیل شوې، چې ټاکل شوې دا لړۍ به په یوه ورځ کې بشپړه شي.  
یاد بوټي له هغه خرما بڼ څخه انتقال شوي، چې نږدې ۱۵ کاله وړاندې جوړ شوي و، خو د جوړېدو پر مهال پکې د بوټو تر منځ معیاري فاصله نه وه رعایت شوې.  
د یادو بوټو لېږد یوازې عمومي سړک نه ښکلی او زرغون کوي، بلکې د هډې فارم پر ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوي ۲زره او ۷۰۰ بوټو لرونکي خرما بڼ تنظیم او د حاصلاتو لوړولو کې هم مرسته کوي. 
په دې کرنیزه لړۍ کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي، د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف، د هډې فارم آمر قاري بشیر احمد مومن او ځینو نورو تخنیکي او اداري مسؤلینو ګډون کړی و.  
د یادونې وړه ده، چې دا مهال د هډې فارم په دویم بلاک کې، ۶۵ جریبه ځمکه کې د خرما دوه بڼونه دي، چې هر کال پرېمانه حاصل کوي او پلور ته وړاندې کېږي. د هډې فارم آمر، قاري بشیر احمد مومن وایي، چې په راتلونکې اونۍ کې به د لس جریبه نوې ځمکې په برابرولو سره یو نوی خرما بڼ هم جوړ شي، چې پکې به شاوخوا ۴۰۰ نوي خرما بوټي کښېنول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت