د کندهار کرنې ریاست کې د چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۳۳
د کندهار کرنې ریاست کې د چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ په موخه د همغږۍ غونډه دائره شوه

۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوی شمس الرحمان موسا په مشرۍ د همغږۍ غونډه جوړه دائره شوه. دغه غونډه د ریاست د چارو د لا ښه والي، پر وخت ترسراوي او مؤثر مدیریت په موخه رابلل شوې وه، چې پکښې د یاد ریاست آمرینو، عمومي مدیرانو او یو شمېر مسؤلینو ګډون کړي وه.
د غونډې په پیل کې د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوی شمس الرحمان موسا ټولو ګډونوالو ته د ریاست د چارو د اغېزناک تنظیم لپاره مهمې سپارښتنې وړاندې کړې، او د غونډې پر اجنډا یې ټینګار وکړ، څو هر آمریت او عمومي مدیریت خپلې ورکړل شوې دندې په مسؤلانه او اغېزمن ډول تر سره کړي.
ښاغلی موسا زیاته کړه، چې د نوي کال له پیل سره سم، ټول آمریتونه او عمومي مدیریتونه دې د تېر کال لاسته راوړنې او فعالیتونه، همداراز د روان کال لپاره ترتیب شوی پلانونه د ریاست له مقام سره شریک کړئ.
په پای کې، د ریاست آمرینو او مدیرانو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې او هیله یې وښوده چې خپل چاري به پر وخت او ښه ډول ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

بازگشت