د امارتي ادارو ګډ پلاوي د ځمکو د شخړو د څېړنې په موخه د پکتیکا تروې ولسوالۍ ته سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۵:۳۲
د امارتي ادارو ګډ پلاوي د ځمکو د شخړو د څېړنې په موخه د پکتیکا تروې ولسوالۍ ته سفر وکړ

  ۳۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې رئیس مولوي محمدزمان عمري، د سرحدونو وزارت مرستیال شیخ محمد اسماعیل غزنوي او د خوست د کرنې رئیس مولوي شیرمحمد ذبیح د کادستر تخنیکي ټیم په ملتیا د ځمکې د تثبیت او شخړې د حل په موخه تروې ولسوالۍ ته سفر وکړ.  
د دې سفر موخه په تروې ولسوالۍ کې د څو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر د رامنځته شوې شخړې تخنیکي ارزونه او حل و. ګډ پلاوي د تروې ولسوالۍ قمرالدین سیمې ته سفر وکړ، ساحه یې له نږدې وکتله او د لارښود او قانوني لایحې له مخې یې تخنیکي ارزونه ترسره کړه.  
تخنیکي پلاوي د شخړې دواړو لوریو څرګندونې واورېدې، د متصرفینو نظرونه یې ثبت کړل او د سیمې سکیچ، کوردینات او حقوقي اسناد راټول کړل. همداراز، له خلکو سره یې مخامخ خبرې وکړې، د ستونزو اصلي عوامل یې وارزول او د هواري لپاره یې وړاندیزونه ثبت کړل.
د پکتیکا د کرنې ریاست له مرکزي ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي، چې د ځمکو حقوقي تثبیت ته زمینه برابره کړي او د امارتي ځمکو د ساتنې، ارزونې او تشخیص بهیر معیاري او شفاف ترسره کړي. دا ډول سفرونه د خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي او د شخړو د حل مهمه وسیله بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت