د کابل سروبي کې د انار او املوکو ترویج په موخه د ۲۷۰۰ اصله نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۱۰
د کابل سروبي کې د انار او املوکو ترویج په موخه د ۲۷۰۰ اصله نیالګیو کېنولو چارې پیل شوې

۳۰ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د روپانې بنست په مالي لګښت او د سروبي ولسوالی دکرنې مدیریت په تخنیکي همکارۍ د سروبي ولسوالی د فرمانبیک حوزې په سیمه کې، چې د یاد بنسټ له خوا د اوبولګولو دوه کانالونه جوړ شوي دي، د یادو کانالونو شاوخوا کې د انار او املوکو ۲۷۰۰ نیالګي کېنول شوي، چې په دغو نیالګیو کې ۱۲۰۰ د انار او ۱۵۰۰ د املوکو بڼونه شامل دي.
 د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د انار او املوکو د ښو ډولونو ترویج، بزګرانو لاسنېوي او ځنګلو بیا رغولو په موخه د سروبي ولسوالی د فرمانبیک حوزې په سیمه کې ۲۷۰۰ د انار او ملوکو نیالګي کېنول شول.
د کابل د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په دې ولایت کې بېلا بېل ډوله بوټي د ترویج او ښه حاصل ترلاسه کولو په موخه وکري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت