کندهار کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غنمو کروندې ډېرې شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۴
کندهار کې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د غنمو کروندې ډېرې شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، چې سږ کال په دغه کندهار کې د غنمو کرنې کچه لوړه شوې، چې ور سره بزګرانو ته د ښه حاصل هیله پیدا شوې.   یاد آمریت زیاتوي، چې سږ کال د غنمو آفتونه نه دي لیدل شوي او بزګران تمه لري چې له خپلو ځمکو څخه به د پام وړ حاصل ترلاسه کړي.
د کندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسی وایي، چې سږ کال په کندهار ۱۸ ولسوالیو کې پر ۹۸ زره ۳۸۲ هکټاره ځمکه غنم کرل شوي، چې له دې ځمکو څخه به شاوخوا ۳۶۸ زره ۹۳۱ ټنه حاصل ترلاسه شي. نوموړی زیاتوي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو کرنه ۲ زره هکټاره زیاته شوې ده.
مولوي موسی وايي؛ چې سږ کال د غنمو آفات او ناروغۍ په بېسارې توګه کمې شوي دي او دا چاره د دې لامل شوي، چې د حاصلاتو د زیاتوالي تمه هم لوړه شي.
نوموړی سږ کال د غنم کرنې او حاصلاتو زیاتوالي عمده لاملونه، د بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې مرستې، مسلکي روزنیز پروګرامونه، د اوبو زیاتوالي او د آفتونو مؤثر کنټرول یادوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کندهار کې پر ۹۶ زره ۳۷۸ هکټاره ځمکه غنم کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۳۶۱ زره ۴۳۲ ټنه حاصل ترلاسه شوې وه. سږ کال نه یوازې د کرنې کچه زیاته شوې، ترڅنګ یې د حاصلاتو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی تمه شته.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت