د بخارا د فابریکو له کمپلکس څخه د کرنې وزیر لیدنه او د لبنیاتو په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۳:۴۲
د بخارا د فابریکو له کمپلکس څخه د کرنې وزیر لیدنه او د لبنیاتو په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار


۲۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان د بخارا ښار یو ستر صنعتي کمپلکس څخه لیدنه وکړه، چې پکې ۳۵ فعالې فابریکې د کرنې، کانونو او نفتو په برخو کې فعالیت کوي.
د کرنې وزیر په دې لیدنه کې د لبنیاتو له یوې پرمختللې «یو ایچ ټي» فابریکې څخه هم لیدنه وکړه، چې لبنیات په لوړه تودوخه کې پروسس کوي او د عصري ټکنالوژۍ په مرسته ډول‌ ډول لبنیات تولیدوي.
مولوي عمري د لیدنې پر مهال له ازبک پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د لبنیاتو او د تولیدي صنایعو په برخه کې پانګونه وکړي. ازبک پانګوالو هم د همکارۍ ژمنه وکړه او خپل چمتووالی یې وښود، څو د افغان کارکوونکو او مالدارانو د مسلکي ظرفیت لوړولو ترڅنګ، په یاده برخه کې فعالیت وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې وزارت څو مياشتې وړاندې د کابل د ريشخور د لبنياتو فابريکه خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړې، تر څو د یو ایچ ټي سیستم له لارې د لبنیاتو د تولید او پروسس بهیر پيل کړي.


بازدید وزیر زراعت از کمپلکس فابریکه‌های بخارا و تأکید بر همکاری‌های مشترک در بخش لبنیات
۲۸ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان سفرش به شهر بخارای کشور ازبکستان، از یک کمپلکس بزرگ صنعتی بازدید کرد که شامل ۳۵ فابریکه فعال در بخش‌های زراعت، معادن و نفت می‌باشد.
در این بازدید، وزیر زراعت از یک فابریکه پیشرفته تولید لبنیات(UHT)  که لبنیات را در حرارت بسیار بلند پروسس می نماید نیز دیدن کرد که محصولات متنوع لبنی را با تکنالوژی روز تولید می‌کند.
مولوی عمری در این دیدار از سرمایه‌گذاران ازبکستانی خواست تا در افغانستان، به‌ویژه در بخش لبنیات و صنایع تبدیلی، سرمایه‌گذاری کنند. سرمایه‌گذاران ازبک نیز وعده همکاری داده و ابراز آمادگی کردند تا در کنار ارتقای ظرفیت فنی کارمندان و مالداران افغان، در این بخش فعالیت نمایند.
شایان ذکر است وزارت زراعت چندی پیش فابریکه لبنیات "ریشخور" را به سکتور خصوصی اجاره داده است تا فعالیت خود را در بخش تولید و پروسس لبنیات به شکل UHT آغاز نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت