د هلمند دکرنې رییس د سره صلیب له ولایتي رییس سره وکتل

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۵۲
د هلمند دکرنې رییس د سره صلیب له ولایتي رییس سره وکتل


۲۷ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد وهاج د خپل کار په دفتر کې د سره صلیب نړۍوالې ادارې ولایتي رییس رمضان مصري سره په کتنه کې د بشري مرستو پر دوام خبرې وکړې.
دغه ناسته د همکارۍ د پیاوړتیا، د کرنیزو چارو د ملاتړ، او د بشري مرستو د دوام په موخه ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې، د هلمند دکرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج یادو چارواکو ته هرکلۍ ووایه او د هغوی د انساني خدمتونو ستاینه یې وکړه. نوموړي زیاته کړه:«موږ د هغو مؤسسو درناوی کوو چې په صادقانه توګه له خلکو سره مرسته کوي. هیله لرم چې ستاسو ادارې هڅې پایداره او دوامدارې وي، څو د خلکو د ستونزو حل دوام ومومي».
په ورته وخت کې د سره صلیب نړۍوالې ادارې ولایتي رییس رمضان مصري ډاډ څرګند کړ چې د سره صلیب اداره به ژر تر ژره په هلمند ولایت کې، په ځانګړي ډول د نهرسراج او سنګین په ولسوالیو کې، خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. نوموړي وویل:«موږ هڅه کوو چې د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړو او د امکان تر حده ژر خپلو پروژو ته عملي بڼه ورکړو».
د یادونې وړ ده، چې د سره صلیب اداره د اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کوي، او دا لیدنه د دواړو اړخونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو د پراخېدو یو نوی ګام ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

کندهار کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالی په باغ عمري سیمه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې د ۶ میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

بازگشت