ننګرهار کې د نارنج ګل تر نامه لاندې درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۴۷
ننګرهار کې د نارنج ګل تر نامه لاندې درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د نارنج ګل تر نامه لاندې درې ورځنی نندارتون، چې د کورنیو او داخلي تولیداتو د معرفي او بازار موندنې په موخه جوړ شوی و، پای ته ورسېد. دغه نندارتون د سراج العمارت تاریخي بڼ کې ترسره شو.
په یاد نندارتون کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت ګډون کړی و او خپل تولیدات او کرنیز محصولات یې د نندارې لپاره وړاندې کړي وو، چې د ګډونوالو له خوا یې پراخ هرکلی ترلاسه کړ.
د نندارتون په وروستۍ ورځ د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست او د سيکارام احمدي بازار موندنې شرکت له لوري د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت فعال حضور او غوره کړنې وستایل شوې او ورته ستاینلیک هم ورکړل شو.
چارواکو او ګډونوالو دا ډول نندارتونونه د تولیداتو د معرفي، د کورني صنعت د ودې، بازار موندنې او اقتصادي پراختیا لپاره مهم او اغېزناک وبلل.
نارنج ګل نندارتون هر کال د پسرلي په موسم کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د کورنیو تولیداتو د معرفي او بازار موندنې لپاره ترسره کېږي. دا نندارتون نه یوازې د تولیدوونکو او صنعتکارانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت زمینه برابروي، بلکې د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هم مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت