خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۸:۴۲
خوست کې د کبانو روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې چارې وڅارل شوې

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پلاوي په داسې حال کې، چې د یاد ریاست سلاکار بهیرګل صابري یې ملتیا کوله د کب روزنې او هچرۍ جوړولو پروژې د چارو نظارت ترسره کړه. د دې څارنې پرمهال یاد پلاوي د پروژې د کارونو د نقشې او پلان مطابق پر پرمختګ ټینګار وکړ.
د کبانو د هچرۍ دا پروژه چې د تولید او ساتنې یو مهم اقدام دی، د کبانو نسل پراختیا، خلکو ته د کار برابرول او د تولید پروسې اغېزمنتیا یې موخې دي. د پروژې بشپړېدل به د کبانو د روزنې او ساتنې معیارونه لوړ کړي او د محلي ټولنې لپاره اقتصادي او اجتماعي پرمختګ ته زمینه برابره کړي. د یاد فامر معیاري ډول جوړېدل به د خوست ولایت لپاره د کبانو په برخه کې یوه ګټوره پانګونه وي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت