د پکتیکا زیړوک ولسوالۍ کې ۲۷ بزګرانو ته د مڼو او چارمغزو ۷زره او ۵۷۰ نیالګي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۳۰
د پکتیکا زیړوک ولسوالۍ کې ۲۷ بزګرانو ته د مڼو او چارمغزو ۷زره او ۵۷۰ نیالګي ووېشل شول

۲۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ د کرنې مدیریت په همکارۍ، د کلیو بیارغونې ادارې ار ار اې اې له خوا د دې ولسوالۍ ۲۷ سروې شویو بزګرانو ته ۷زره او ۵۷۰ د مڼو او چارمغزو پسرلني نیالګي ووېشل شول. دغه راز، بزګرانو ته د نیالګیو د کېنولو او ساتنې اړوند روزنیز پروګرام هم برابر شو.
د زیړوک ولسوالۍ د کرنې مدیریت او ار ار اې اې د همغږۍ له مخې، د هغو ۲۷ بزګرانو لپاره چې کرنیزې ځمکې یې مخکې سروې شوې وې، د مڼو «رویال او ګلکسي ورایټۍ» او چارمغزو نیالګیو وېش ترسره شو.
له دغو بزګرانو څخه، ۱۷ بڼوالو ته د مڼو نیالګي او پاتې ۱۰ بڼوالو ته د چارمغزو نیالګي ورکړل شول. وېش د سروې شوې ساحې پر بنسټ تنظیم شوی و، ترڅو هر بزګر ته د ده د اړتیا او وړتیا سره سم نیالګي برابر شي.
بزګرانو ته، د نیالګیو له وېش مخکې، د نیالګیو د سم کېنولو، روزنې او پاملرنې په برخه کې هم مسلکي ټرینینګ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۵
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست له‌خوا ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې رياست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د استملاک او بيا مېشتېدنې رييس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۳
Background image

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالی کې د مچیو پالنې تجهیزاتو وېش

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار دفتر په همکارۍ ددې ولایت د چهاردرې ولسوالی پر یوشمېر مچیو پالونکو د مچیو پالنې اړین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ته د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست د فعالیتونو راپور وړاندې شو

۱۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات لوی ریاست او د کارکوونکو چارو ریاست کارکوونکو، د جلا جلا ناستو پر مهال، د ۱۴۰۴ کال. . .

بازگشت