د افغانستان د کرنې وزیر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۴:۲۳
د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوی عطاءالله عمري د یو لوړپوړي امارتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ، ترڅو د ازبکستان هېواد له چارواکو سره د سیمه‌ییزو همکاریو او د کرنې په برخه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

۲۳وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوی عطاءالله عمري د یو لوړپوړي امارتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ، ترڅو د ازبکستان هېواد له چارواکو سره د سیمه‌ییزو همکاریو او د کرنې په برخه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د دغه سفر موخه د اقلیمي بدلونونو او د آمو سیند د حوزې د اوبو پر سرچینو د هغو د اغېزو په اړه خبرې اترې او د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، خوراکي خوندیتوب، د ظرفیت لوړولو او نورو اړوندو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراخول دي.
ددې پلاوي په ترکیب  کې د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مرستیال، د دفاع وزارت د ودانیو رییس، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ اقتصادي رییس، د کرنې وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د کرنې وزارت د مقام تخنیکي سلاکار میرویس خوګیانی، د بهرنیو چارو وزارت استازی، د استخباراتو لوی ریاست استازی، د چارو ادارې استازی او د کرنې او د انرژۍ او اوبو وزارتونو متخصصین شامل دي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان پلاوی د دې سفر په ترڅ کې د ازبکستان د کرنې او د انرژۍ او اوبو وزارتونو له چارواکو سره وګوري او د ګډو همکاریو، تخنیکي تجربو تبادلې او د راتلونکو ګډو پروژو په اړه خبرې وکړي.
دغه سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.


سفر وزیر زراعت افغانستان در رأس یک هیئت عالی‌رتبه به ازبکستان
۲۳ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در رأس یک هیئت عالی‌رتبه امارتی برای گفتگو در زمینه‌ همکاری‌های منطقه‌ای و بررسی موضوعات مهم در بخش زراعت، به کشور ازبکستان سفر کرد.
هدف این سفر بحث و تبادل نظر پیرامون تغییرات اقلیم و تأثیر آن بر منابع آب حوزه دریای آمو، گسترش همکاری‌ها در بخش‌های زراعت، آبیاری، مالداری، مصونیت غذایی، ارتقای ظرفیت و سایر موضوعات مرتبط میان دو کشور می‌باشد.
در ترکیب این هیئت، معین وزارت انرژی و آب، معین مبارزه با مواد مخدر وزارت امور داخله، رئیس ساختمان‌های وزارت دفاع، رئیس اقتصادی معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزرا، قاری محمد اکبر امینی رییس اداری وزارت زراعت، میرویس خوگیانی مشاور تخنیکی مقام وزارت زراعت، نماینده وزارت امور خارجه، نماینده ریاست عمومی استخبارات، نماینده اداره امور و روئسا و متخصصین بخش های سکتوری  وزارت های زراعت و انرژی و آب نیز شامل‌اند.
قرار است هیئت افغانستان در جریان این سفر، با مقامات وزارت زراعت و وزارت انرژی و آب ازبکستان دیدار و پیرامون زمینه‌های مشترک همکاری، تبادل تجارب تخنیکی و پروژه‌های مشترک آینده گفتگو نمایند.
این سفر در راستای گسترش روابط دوجانبه و تقویت همکاری‌های تخنیکی و اقتصادی میان افغانستان و ازبکستان ارزیابی می‌شود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: په هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د پالونیا قلمو روزنه بریالۍ پایله ورکړه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د پالونیا ونو د ودې او پراخ ترویج په موخه یو مهم عملي او علمي ګام پورته کړی، چې د هډې فارم ثمرخېلو قوریه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۱
Background image

ننګرهار ته د پاکستان هېواد څخه په غیر قانونې ډول د خوسکیو واردولو مخه ونیول شوه


۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی وزیرو تنګي کې یو تن د ۲۹ راسه یو کلنو خوسکیو سره ونیول شو چې د کرمې څخه یي په غیر قانوني لارو ننګرهار ته را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۲۹
Background image

دهلمند مارجې ولسوالی بزګرانو ته د نباتي ناروغیو مخنیوی په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

۱۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو د مارجې. . .

بازگشت