د کرنې وزیر د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو څخه لیدنه وکړه

user-admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۱۵:۴۴
د کرنې وزیر د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو څخه لیدنه وکړه


۲۱ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د جوزجان ولایت قرقین او خماب ولسوالیو ته سفر وکړ او هلته یې د کرنې، اوبولګولو وضعیت او د آمو سیند رامنځته کړیو ویجاړیو څخه لیدنه وکړه.
په دې سفر کې د کرنې وزیر ملتیا ځینو سیمه‌ییزو چارواکو او د قرقین او خماب ولسوالیو ولسوالانو کوله. مولوي عمري د دغو ولسوالیو له اوسېدونکو سره وکتل او د دوی ستونزې یې د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ او د آمو سیند د غاړو د ویجاړیو له امله د رامنځته شویو زیانونو په برخه کې واورېدې.
د سیمې اوسېدونکي وایي، د آمو سیند د اوبو د لوړوالي له امله د دوی کرنیزې ځمکې له جدي ويجاړۍ سره مخ دي او د محافظتي پروژو نشتوالي یې اندېښمن کړي دي. هغوی له کرنې وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د استنادي دېوالونو جوړولو او د اوبو سرچینو د ښه مدیریت لپاره جدي پاملرنه وکړي.
د آمو سیند د غاړو له لیدنې او د وضعیت د ارزونې وروسته، وزیر اړوند مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لا نورو ویجاړیو د مخنیوي لپاره طرحې جوړې او د پلي کېدو په موخه مرکز ته واستوي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت به د اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه وکړي څو په دغو ولسوالیو کې د بنسټیزو او پرمختیایي پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي.

وزیر زراعت از ولسوالی‌های قرقین و خماب جوزجان بازدید کرد
۲۱ حمل ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، به ولسوالی‌های قرقین و خماب ولایت جوزجان سفر کرد و از وضعیت زراعتی، آبیاری و تخریبات ناشی از دریای آمو در این مناطق بازدید نمود.
در این سفر، شماری از مسئولان محلی و ولسوالان قرقین و خماب، وزیر زراعت را همراهی می‌کردند. مولوی عمری با باشنده‌گان این ولسوالی‌ها دیدار کرده و مشکلات آنان را در بخش‌های زراعت، آبیاری، مالداری و آسیب‌های ناشی از تخریب سواحل دریای آمو استماع کرد.
باشنده‌گان این مناطق از فرسایش زمین‌های زراعتی‌شان در اثر بالا آمدن آب دریا و نبود پروژه‌های محافظتی اظهار نگرانی کرده و خواهان توجه جدی وزارت زراعت در زمینه ساخت دیوارهای استنادی و مدیریت بهتر منابع آبی شدند.
وزیر زراعت پس از بازدید از سواحل دریای آمو و ارزیابی وضعیت، به مسئولان مربوط هدایت داد تا طرح‌هایی برای جلوگیری از تخریب بیشتر این مناطق تهیه و برای تطبیق به مرکز ارائه نمایند. وی همچنان اطمینان داد که وزارت زراعت تلاش می‌ورزد تا با هماهنگی نهادهای مربوط، زمینه عملی‌سازی پروژه‌های زیربنایی و انکشافی در این ولسوالی‌ها را فراهم سازد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت