د کندهار معروف ولسوالی کې د څارویو د بې‌ کیفیته درملو پلور مخه ونیول شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۳ - ۱۴:۵۲
د کندهار معروف ولسوالی کې د څارویو د بې‌ کیفیته درملو پلور مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معروف ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر مشرۍ لاندې د څارویو درملو پلورنځیو، غوښه پلورنځیو، کلینکونو او لبنیات پلورنځیو د څارنې په موخه پراخ کمپاین ترسره کړ. په دې کمپاین کې د معروف ولسوالی د امنیه قوماندانۍ، استخباراتو، امر بالمعروف، او د مالدارۍ استازو ګډون کړي وه.
دا څارنه د یوې ورځې په اوږدو کې د یاد ګډ پلاوي له لوري ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د معروف ولسوالی د څارویو د درملو پلورنځیو، قصابیو، لبنیات پلورنځیو او کلینکونو نږدې څارنه وشوه. ددې څارنې پر مهال ۹ قلمه بې‌کیفیته او تر وخت تېر درمل، او همداراز زیات شمېر غیرمعیاري خوراکي توکي راټول شوه، چې وروسته وسوځول شوه، تر څو په بشپړ ډول له منځه یوړل شي.
همداراز، د څارنې پر مهال د لبنیاتو او څارویو درمل پلورنځیو مسؤلینو ته په ټینګار سره وویل شوه، چې له بې‌کیفیته درملو او خوراکي توکو پلورلو څخه ډډه وکړئ. همداراز، قصابانو ته هم سپارښتنه وشوه، چې تازه غوښه وپلوري، د حفظ‌الصحې اصول مراعات کړئ، قصابیو کې نظافت ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، او د ککړو یا ناروغیو څارویو د غوښو پلورولو څخه ډډه وکړئ، ترڅو د انسانانو روغتیا زیانمنه نه شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تل هڅه کوي، چې د کرنې ترڅنګ د مالدارۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دغه ریاست د بې‌کیفیته او تر وخت تېر درملو د پلور مخنیوی کوي او هیڅ‌چا ته اجازه نه ورکوي، چې په لبنیاتو، څارویو د درملو پلورنځیو او قصابیو کې غیرمعیاري توکي وپلوري. د دې موخې لپاره به د کندهار ښار په ګډون د ۱۹ ولسوالیو په کچه پراخ کمپاینونه ترسره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت