د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زیتونو حاصلات زیات شوي

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۵۹
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د زیتونو حاصلات زیات شوي


۹ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې دیاد شرکت د زیتونو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر شوي دي.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د هډې فارم د درېیم بلاک مسوول مدیر اسدالله وویل، چې ددې بلاک په ۸۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ شوي، چې له دغو بڼونو څخه ۱۸۱ ټنه زیتون راټول او د پروسس لپاره زیتونو فابرکې ته لېږدول شوي دي.
نوموړی وایي، چې د  زيتونو حاصل د زياتوالي لپاره د ياد بلاک اړوند ۱۵۵ هکتاره ځمکه نرمکاري شوی، زاړه لښتي وېستل شوي، او د زيتون بوټو لپاره چې اوبه په کې زېرمه شي ځانګړې کاسې جوړې شوې دي. همداراز، د کرنې د ودې لپاره توره او سپينه سره هم استعمال شوی ده.
د‌يادونې‌ده، چې د ننګرهار  وادي کرنيز امارتي شرکت د سترې او ملي پروژې د‌تاسیس سره سم په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکې زيتون بڼونه جوړ شوي و، چې له بده مرغه انقلابي ناسازه شرایطو او کورنيو جنګونو له امله ۱۳۸۰ هکتاره زيتون بڼونمه له منځه تللي اوس د ۴ ګونو فارمونو په شاوخوا ۱۸۰۰ هکتاره ځمکې زيتون بڼونه شتون لري.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت مسوولین وايي، چې د زیتونو د تولید، پروسس او بسته‌بندۍ د پراخولو لپاره یې هڅې روانې دي. د همدې لړۍ په ترڅ کې د فابریکې د احاطې دېوال د جوړولو چارې پیل شوي، څو د تولید ظرفیت لوړ شي او د داخلي بازارونو ترڅنګ بهر ته هم د زیتون محصولات په پراخه کچه صادر شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د غیر موسمې سبو تولید په موخه ١٣٦ شنې خونې جوړېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې «ان‌سی‌اراو» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او» په مالي لګښت د ننګرهار په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

بازگشت